د مهاجرینو خبرونهدوهم سرلیکمهم خبرونه

ډاکټران بې سرحده: د افغان کډوالو د ایستلو دوام په پاکستان کې بشري بحران رامنځته کړی

د ډاکټران بې سرحده سازمان خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخ اخراج، چې له ژمي سره هم‌مهاله روان دی، د یو جدي بشري بحران لامل شوی او د زرګونو زیان‌پذیرو کسانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

دغه سازمان د چارشنبې په ورځ (د جدی ۱۷مه) په یوه راپور کې ویلي چې ډېری ایستل شوي کډوال له بېرته راستنېدو وروسته په لنډمهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوي، چې مناسب سرپناه نه لري، او د هغوی لاسرسی د اساسي خدمتونو لکه د روغتیايي پاملرنې، څښاک اوبو او خوړو ته ډېره محدوده ده.

د راپور له مخې، دا اجباري اخراج یوازې هغه مهاجر نه نیسي چې اسناد نه لري، بلکې د افغانستان د تابعیت کارت لرونکي او د موقت ثبت (POC) لرونکي هم پکې شامل دي. ډاکټران بې سرحده زیاته کړې چې د ژمي د سړې هوا له زیاتېدو سره، د دې کورنیو ژوند له پخوا ډېر سخت او د اندېښنې وړ شوی دی.

ژو وی‌بینگ، په پاکستان کې د ډاکټران بې سرحده د ماموریت مشر، ویلي چې ډېری افغان کورنۍ د دایمي ایستلو له وېرې او جبري بېرته ستنېدو ترمنځ سرګردانه پاتې دي. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د بشري مرستو او د ساتنې اقدامات چمتو کړي څو له یوې سترې بشري فاجعې مخنیوی وشي.

دغه مرستندویه نهاد ټینګار کړی چې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او کافي خوړو نشتوالی کولای شي ژمی د افغان کډوالو لپاره په “چپ قاتل” بدل کړي؛ یوه داسې ستونزه چې د ماشومانو، ښځو او نورو زیان‌پذیرو کسانو ژوند په مستقیم ډول ګواښي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button