ټولنه‌یزمهم خبرونه

د افغان سرې مياشتې او د ترکيې ديني ادارې د رمضان پر مهال د یتيمانو د ملاتړ په اړه خبرې

د افغان سرې مياشتې ټولنې ويلي چې له افغانستان کې د ترکيې د ديني چارو د ادارې له استازي سره په يوه همغږي غونډه کې، د مبارک رمضان په مياشت کې د یتيمانو او اړمنو د ملاتړ لارې چارې ارزول شوي دي.

دغه ناسته د افغان سرې مياشتې د مرستیال رئيس حافظ عزيزالرحمن او د ترکيې د ديني چارو د ادارې د استازي امراه کان دمير ترمنځ ترسره شوه، او اصلي تمرکز يې په کابل ښار او د هېواد په څو نورو ولايتونو کې د اړمنو لپاره د افطاريو د پروګرامونو پر تطبيق و.

د افغان سرې مياشتې په وينا، حافظ عزيزالرحمن په دې ليدنه کې پر دې ټينګار وکړ چې د خيريه بنسټونو همغږه همکاري ډېره مهمه ده، او زياته يې کړه چې د یتيمانو او بېوزلو کورنيو ملاتړ، په ځانګړې توګه د ژمي په سړې فصل کې، يو له انساني او ټولنيزو لومړيتوبونو څخه دی.

په همدې حال کې، امراه کان دمير وويل چې د ترکيې ديني چارې اداره د رمضان د مياشتې په مناسبت، په يو شمېر ولايتونو کې د یتيمو ماشومانو لپاره د ژمنيو جامو وېش ترسره کړی او همداراز د اړمنو لپاره د افطاريو پروګرامونه پلان کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button