امنیت او پېښېمهم خبرونه

نژدې ۱۹۰۰ افغان بندیان له ایران نه افغانستان ته انتقال شوي

د طالبانو تر ولکې لاندې د زندانونو تنظیم ادارې اعلان کړی چې له دې ډلې د واک ترلاسه کولو راهیسې، نژدې ۱۹۰۰ افغان بندیان چې په ایران کې بنديان وو، افغانستان ته انتقال شوي دي.

د طلوع نیوز له خوا ترلاسه شوې معلومات ښيي چې یو شمېر دغه بندیان له دې وروسته چې په افغانستان کې یې د بند موده پای ته رسیدلې، خوشې شوي، خو یو شمېر نور یې لا هم د محکومیت موده د هېواد په زندانونو کې تېروي.

د دغې ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند ویلي، هغه بندیان چې پخوا هېواد ته انتقال شوي وو، له دې وروسته چې بند یې پوره شوی، خوشې شوي دي. خو نور هغه کسان چې تازه انتقال شوي، د ایران د صادر شوي حکم پر بنسټ لا هم په زندانونو کې دي.

حقوق‌دانان خبرداری ورکوي چې طالبان باید د دغو بندیانو دوسیې شفاف او قانوني وڅېړي، څو د هغوی د بنسټیزو حقوقو څخه سرغړونه و نه شي. حقوقپوه روح‌الله سخی‌زاد ټینګار کړی چې د قانوني دفاع له حق څخه سترګې پټول یا ناقصې څېړنې کول کولی شي نوره ناعادلانه چلند زیاته کړي.

همداراز، د مهاجرینو د حقوقو فعال محمد جمال مسلم ویلي چې د دغو بندیانو وضعیت باید د هغو بنسټونو تر څار لاندې وڅېړل شي چې د مهاجرینو د حقوقو او نړیوالو قوانینو ملاتړ کوي، څو واضح شي چې آیا دا کسان رښتيني مجرمان وو او که د کوربه هېواد له قوانینو څخه د ناپوهۍ له امله قرباني شوي.

د بندیانو دغه انتقال بهیر چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان او ایران ترمنځ موردې بڼه لري، وروستی ځل دوه ورځې وړاندې ترسره شوی، چې د راپورونو له مخې، ۲۹۲ افغان بنديان له ایران نه افغانستان ته ولېږدول شول. سره له دې چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د حقوقي همکاریو پیاوړتیا ته زمینه برابرولی شي، خو د بندیانو د دوسیو د څېړلو په برخه کې د شفافیت نشتوالی لا هم جدي حقوقي اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button