د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

۲۲۸ افغان بنديان له پاکستان او عراق نه هېواد ته راستانه کړل شول

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ کې ۲۲۸ افغان بنديان له پاکستان او عراق څخه له بندونو خوشې کیدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې له دې جملې څخه ۲۲۴ تنه د قندهار ولایت له سپین‌بولدک لارې له پاکستاني زندانونو راخوشې شوي او پاتې ۴ تنه له عراقي زندانونو د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راغلي دي.

وزارت دا هم ویلي چې د هغو افغان اتباعو د بېرته راستنولو پروسه چې په بهر کې بندیان دي، د اړونده ادارو په همکارۍ دوام لري.

په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان د اقامتي ستونزو او یا کوچنیو جرمونو له امله په ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو او د مدني ټولنې فعالانو له طالبانو غوښتي چې د دغو بندیانو د وضعیت د شفاف څېړنې او د هغوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي، ځکه دغه کسان د افغانستان د مهاجرو له سختو زیانمنو قشرونو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button