سياستمهم خبرونه

۲۹۱ افغان زندانی د ایران له خوا طالبانو ته وسپارل شول

ایراني چارواکو ویلي، چې د قوس میاشت په پیل کې یې ۲۹۱ تنه افغان زندانیان د طالبانو ادارې ته سپارلي دي. دغه کسان د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې په جرمونو تورن شوي وو او د دوغارون-اسلام‌قلعه له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال، عسکر جلالیان، ویلي چې دا لړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې رسمي موافقې پر بنسټ ترسره شوې او موخه‌یې د انسان‌دوستۍ او بشري حقونو اصولو ته درناوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې دا بندیان د نشه‌یي توکو اړوند جرمونو له امله، د خراسان رضوي، خراسان جنوبي، آذربایجان غربی او کرمان ولایتونو کې زندان ته محکوم شوي وو.

د دې دوه‌اړخیزې موافقې له مخې، افغان بندیان کولای شي د خپل بند پاتې موده په خپل هېواد کې ترسره کړي. خو جلالیان اندېښنه څرګنده کړې، چې د دې بهیر دوام د طالبانو ادارې له لوري له متقابلې همکارۍ سره تړاو لري. هغه هیله ښودلې، چې دا همکاري به دوام پیدا کړي، څو په ایران کې بندي پاتې افغان اتباعو ته د تدریجي ستنیدو زمینه برابره شي.

خو اندېښنه شتون لري، چې د طالبانو اداره د زندانیانو د انساني وضعیت د څار لپاره قانوني جوړښت نه لري، او دا نه ده څرګنده چې دغه کسان به تر ستنېدو وروسته څه برخلیک ولري.

د بشري حقونو کارپوهانو څو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د طالبانو چلند د نړیوالو حقوقي معیارونو سره اړخ نه لګوي. له همدې امله، هر ډول توافق چې د زندانیانو د ستنیدو په اړه وي، باید له دقت، شفافیت او نړیوال نظارت سره مل وي، څو د افغان اتباعو له بنسټیزو حقوقو څخه سرغړونه و نه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button