د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په تايباد کې درې سوه افغان مهاجر له واورې او باران څخه ژغورل شوي

د ايران ځايي چارواکي وايي، شاوخوا درې سوه افغان مهاجر چې له ناقانونه لارې د دې هېواد شمال ختيځ سرحد ته ورننوتي وو او د سخت واورې او باران له امله بند پاتې شوي وو، د سيمې د ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

د ايرنا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د حسن جمشيدي، د تايباد ولسوالۍ د قوماندان، له قوله راپور ورکړی چې دغه کسان د ايران او افغانستان ګډو پولو سيمو کې د خرابو هوايي شرايطو له امله بند پاتې شوي وو او د وسله‌والو ځواکونو په اقدام سره له سخت حالت څخه راویستل شول.

د ايران چارواکو په وينا، له دغو مهاجرو يو شمېر کسان د يخ وهلو او زکام له ناروغۍ سره مخ شوي وو چې ورسره د لومړنۍ طبي مرستې او تودو خوړو مرسته شوې ده.

د تايباد قوماندان زياته کړې چې دغه کسان به له قانوني مراحلو تېرېدو وروسته د طالبانو ادارې ته وسپارل شي. د تايباد ولسوالي د اسلام‌قلعه له پولي سره څنګ پر څنګ موقعيت لري او د اسلام‌قلعه تېرېدو لاره د دې ولسوالۍ څخه شاوخوا ۱۸ کيلومتره لرې ده؛ دا لاره د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ له مهمو نقطو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button