د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
له پاکستانه د ۴۲۶ افغان بندي شوو مهاجرو خوشې کېدل او هېواد ته ستنېدنه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې په تېرې يوې اوونۍ کې ۴۲۶ افغان مهاجر د پاکستان له بندونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کندهار د کډوالو چارو رياست ويلي چې دغه کسان د سپين بولدک د انتقال مديريت له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. د ياد رياست په وينا، دغو نيول شوو کسانو د يوې ورځې تر دوو مياشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.
مسوولينو زياته کړې چې دغه کسان له ثبت او د لومړنيو بشردوستانه مرستو تر ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوي دي.
په وروستيو مياشتو کې له پاکستانه د افغان مهاجرو د نيولو او شړلو بهير زيات شوی، هغه موضوع چې د مهاجرو د کورنيو او مرستندويه ادارو ترمنځ د دوی د حقوقي او بشري حالت په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.




