د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د امريکا مېشت افغان مهاجر د واشنګټن د برید د قضیې د شفافې څېړنې غوښتنه کوي

په امريکا کې مېشت افغان مهاجر له امریکايي چارواکو غوښتنه کړې چې د واشنګټن په وروستي برید کې د ښکېل کس تابعیت په شفاف ډول وڅېړي؛ هغه پېښه چې راپورونه وايي، برید کوونکی یو افغان تابع و.

د افغانستان–امريکا د اړیکو د دفتر مشر صابر ناصري وايي، شته شواهد د بریدګر د افغان تابعیت د اثبات لپاره بسنه نه کوي او امریکايي چارواکي باید روښانه اسناد وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د برید پېښه یې په ویډیو کې نه ده لیدلې او د پېښې ځای ته هم ورغلی څو د طرح شوې ادعا حقیقت معلوم کړي.

د ناصري په وینا، د دا ډول قضیو د نه شفافیت دوام کولی شي په امريکا کې د افغان مهاجرینو پر حیثیت او رواني امنیت منفي اغېز وکړي. هغه ټينګار وکړ چې امریکايي چارواکي باید له بیړه قضاوت او د یوه کس کړنې ټولې ټولنې ته منتسب نه کړي.

په ورته وخت کې، د مهاجرینو د حقونو یو شمېر ملاتړو خبرداری ورکړی چې زرګونه هغه افغان مهاجر چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خوندي ژوند د هیله‌مندۍ له امله امريکا ته راغلي، باید د یوه کس د کړنو له امله له تبعیضي چلند سره مخ نه شي. هغوی له امریکایي ادارو غوښتي چې د عدالت معیارونه رعایت کړي او د افغان مهاجرینو بشري حقونو او حیثیت ته درناوی وکړي.

دا غوښتنې داسې مهال وړاندې کېږي چې امريکا کې مېشت افغان مهاجر له ګڼو ننګونو سره مخ دي، لکه د اقامت اسناد، دندې او فرهنګي انطباق، او خلک اندېښنه لري چې د دا ډول پېښو تکرار به پر هغوی لا زیات فشارونه راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button