یو افغان تبعه په امریکا کې د ترهګرۍ له ګواښ سره تړاو نیول شوی

د امریکا چارواکي وايي، چې محمد داوود الکوزی نومی افغان تبعه د تیکټاک په ټولنیزه شبکه کې د یوه ګواښوونکي ویدیو له خپرولو وروسته نیول شوی. په دغه ویدیو کې ښودل کېږي چې نوموړی د یوه چاودېدونکي وسیله جوړول تمرینوي؛ چارواکي وایي دا وسیله د ټېکساس ایالت د فورټ ورث سیمې د برید لپاره پلان شوې وه.
د الکوزي نیونه د سې شنبې په ورځ د ټېکساس د عامه امنیت ادارې او د افبيآی ترهګرۍ ضد ځانګړي ټیم په همکاري ترسره شوې. هغه دا مهال د فورټ ورث ښار د تارانت اصلاح او روزنې مرکز کې توقیف شوی دی. د رسمي اسنادو له مخې، الکوزی د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په اوومه د امریکا د قانوني دایمي اوسېدونکي په توګه منل شوی و.
د امریکا د کورني امنیت وزارت تایید کړې، چې الکوزی د متحدینو د هرکلي تر نامه لاندې پروګرام له لارې امریکا ته راغلی و. دغه پروګرام د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د زرګونو افغانانو د مېشتولو لپاره پیل شوی و؛ خو اوس له دې پروګرام سره د اړوندو کډوالو د شالید ارزونې په هکله اندېښنې زیاتې کړي دي.
امریکايي چارواکي وایي چې دا افغان تبعه د ایالتي کچې د «ترهګرۍ ګواښ» له امله تورن او تر تعقیب لاندې دی. د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې ویلي، چې له نیول کېدو وروسته نوموړی د یادې ادارې یوه توقیفخونه ته انتقال شوی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوه بیان کې ویلي: «ترهګرو ته به اجازه ورنه کړو، چې په امریکا کې ژوند وکړي.» دغه وزارت وایي چې د افغان پېژندل شوو کسانو د مهاجرت ټولې غوښتنلیکونه او پناه غوښتنې یې تر نامعلومې نېټې درولې دي.
الکوزی یواځې یوه ورځ مخکې تر هغې ونیول شو، چې په واشنګټن ډيسي کې د سپين ماڼۍ ترڅنګ پر دوو تنو امریکايي ملي ګارډ ځواکونو حمله وشوه؛ د یادې حملې عامل هم یو بل افغان تبعه رحمانالله لکنوال بلل شوی. دا پېښې یو ځل بیا د افغانانو د مهاجرت دوسیو د امنیتي څېړنو پر څرنګوالي اندېښنې راپورته کړې دي.
په داسې حال کې، چې زرګونه افغانان لا هم د یوه امن او ښه ژوند د موندلو لپاره لوېدیځو هېوادونو ته د تګ هڅې کوي، د الکوزي په څېر شکمن انفرادي اعمال کولای شي د هغوی راتلونکې مهاجرت ته منفي اغېز واچوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.




