په انګلستان کې د يو افغان ځوان له خوا په روغتون کې پر پنځو کسانو د وسپنې آله بريد

د انګلستان پوليسو ويلي چې يو ۲۰ کلن افغان ځوان يې نيولی، چې تور پرې لګېدلی په دغه هېواد د شمال لوېديځ په يوه روغتون کې يې د يوې وسپنې وسيلې په کارولو سره پر پنځو کسانو بريد کړی دی.
د بريتانيايې رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه د نيوټن-لې-ويلوز په سيمه کې په يوه روغتون کې رامنځته شوې او پوليسو سمدستي د پېښې له رامنځته کېدو وروسته مشکوک کس نيولی دی.
پوليسو ويلي، ټول ټپيان اوس د درملنې لاندې دي او د دوی روغتيايي حالت د اطمينان وړ دی، او هېڅ يو کس له داسې ټپونو سره نه دی مخ شوی چې د ده ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د پوليسو په وينا، نيول شوی کس ظاهراً د يوه ډاکتر د ليدو لپاره روغتون ته ورغلی و، خو کله چې د هغه غوښتنه رد شوه او د روغتون کارکوونکو ترې وغوښتل چې ځای پرېږدي، نو هغه غوسه شو او بريد يې وکړ. د پېښې د انګېزو او نورو جزئياتو په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.




