په پاریس کې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره اعتراضي لاریون ترسره کېږي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۲۷مه، په پاریس ښار کې یو اعتراضي لاریون ترسره کوي. دغه لاریون د هغو افغان خبریالانو د حق غوښتنې لپاره دی چې دا مهال په پاکستان او ایران کې د بشري ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.
د دې سازمان په وینا، له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان واک تر لاسه کړی، لسګونه افغان خبریالان د جګړې فضا، پراخ سانسور، امنیتي ګواښونو او تعقیب له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. دا خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو کې له ناڅرګند او بې برخلیکه وضعیت سره مخ دي.
«امسو» ټینګار کړی چې د بشري ویزو د ورکړې ځنډ یا نه ورکول یاد خبریالان له سختو بشري او مسلکي شرایطو سره مخ کړي، او د دوی راتلونکی له جدي ابهام سره مخامخ کړی دی، هغه حالت چې د رسنیو د ملاتړ ادارې یې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پر بیان ازادۍ د پراخو محدودیتونو مستقیمه پایله ګڼي.
یاد سازمان له خبریالانو، د رسنیو فعالانو او په پاریس کې میشتو مدني بنسټونو غوښتنه کړې چې په دې اعتراضي لاریون کې ګډون وکړي څو له خطر سره مخ افغان خبریالانو سره خپل یووالی څرګند کړي. دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه ښیي یو شمېر افغان خبریالان له پاکستان او ایران څخه بیرته افغانستان ته استول شوي، هغه ستنیدنې چې د دوی د امنیت او بنسټیزو حقونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.




