د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه

د «نی په تبعید» بنسټ د پاکستان په اړه د افغان خبریالانو د اوسني وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې او له شهباز شریف، د دغه هېواد له صدراعظمه یې غوښتنه کړې چې د دوی د ژوند او ازادۍ د خوندیتوب لپاره بېړنۍ اقدامات ترسره کړي. دغه بنسټ وايي، د نیولو او شړلو ګواښونه د خبریالانو ژوند او کار ډېر محدود کړی دی.

د دې خبرداري له مخې، یو شمېر افغان خبریالان اوس مهال په عملي ډول د کورني بند په حالت کې دي او د نیولو له وېرې ازاد تګ راتګ نه‌لري. د بنسټ د معلوماتو له مخې، حتا ځینې خبریالان د ناروغۍ پر مهال هم روغتون ته له تګ ډډه کوي، ځکه وېرېږي چې د لارې په اوږدو کې ونیول شي.

دغه د خبریالانو ملاتړی بنسټ همدارنګه غوښتنه کړې چې د افغان خبریالانو لپاره ویزې صادرې شي، امنیت یې تضمین شي او د هغوی له کورنیو څخه ملاتړ وشي. د دې بنسټ په باور، د خبریالانو بېرته افغانستان ته ستنول جدي پایلې لرلی شي، ځکه یو شمېر بېرته ستانه شوي کسان د طالبانو له مستقیمو ګواښونو سره مخ دي – یوه موضوع چې د بیان د ازادۍ د حق د نقض په اړه اندېښنې زیاتوي.

دغه غوښتنې پر داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک کړی او په بېلابېلو برخو کې یې پر هغوی سخت محدودیتونه لګولي دي؛ دا بهیر پراخ انساني او رسنیز اغېزونه درلودلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button