۱۴ افغان وګړي چې د ايران–ترکيې پر پوله ټپي شوي وو، کابل ته ولېږدول شول

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، څوارلس افغان وګړي چې د ايران او ترکيې پولې د واورو په بندښت کې د روغتيايي ټپونو سره مخ شوي وو، له انتقال وروسته په کابل کې په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ شهابالدين دلاور د متخصصو ډاکترانو له سلا وروسته لارښوونه کړې چې دا ناروغان د هغوی د روغتيايي حالت له مخې د وزير محمد اکبر خان، د ځانګړو ځواکونو او د افغاني سرې مياشتې مرکزي روغتونونو کې بستر شي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، عمومي رئيس روغتيايي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د نورو ناروغانو ترڅنګ د دغو کسانو روغتيايي حالت پر دوامداره توګه تر څارنې لاندې وساتي او اړينې درملنې اسانتياوې برابرې کړي.
افغاني سره مياشت زياته کړې چې د عمومي رئيس په ځانګړې لارښوونه، هر يوه ناروغ ته د عاجلې مرستې په توګه لس زره افغانۍ نقدي مرسته ورکړل شوې ده.




