د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونهمهم سرلیک

امريکا د افغان مهاجرو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه ودروله

د امریکا د مهاجرت خدماتو ادارې اعلان کړی چې د یوې وسله‌والې پېښې وروسته، به تر بل اطلاع پورې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه ودرول شي. یاد اقدام وروسته له هغه کېږي چې رحمان‌الله لکنوال، یو ۲۹ کلن افغان، د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن ډي‌سي په ښار کې د امریکا د ملي ګارد پر ځواکونو وسله‌وال برید ترسره کړی.

د امریکا د مهاجرت خدماتو اداره ویلي: “د امریکايي خلکو ساتنه او زموږ د هېواد امنیت زموږ اساسي او نه بدلېدونکې دنده ده.” دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې د امریکا د پخواني حکومت پر هغو اقداماتو سختې نیوکې کېږي چې د افغان پناه غوښتونکو د شالید ارزونې په اړه شوي دي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال، جی‌دي ونس، د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې باید د هغو کسانو شړلو ته جدیت ورکړل شي چې په خبره یې “په امریکا کې د اوسېدو وړ نه دي.” هغه لیکلي: “لومړی برید کوونکي ته د هغه د عمل سزا ورکوو، او بیا د مستحق نه کسانو د ایستلو لړۍ دوه چنده کوو.”

بل‌خوا، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم دغه بریدګر “فاسد عنصر” بللی او ټینګار یې کړی چې د هغه د پناه غوښتنې پروسه باید لغوه شي. نوموړې زیاته کړې چې دا کس د “ملګرو هرکلي” تر نوم لاندې یوه پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و؛ یو پروګرام چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته پیل شوی و.

له بله پلوه، جمهوری‌پاله سناتور لیندسي ګراهام، امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې د دوی امنیت او هوساینه یو قیمت لري چې باید ادا شي. همدارنګه، د استازو مجلس غړي ټیم بورچیت د بایډن اداره په بې‌پروایۍ تورنه کړې او ویلي یې دي چې حکومت سره ان د هغو افغان کډوالو دقیق شمېر هم نشته چې امریکا ته داخل شوي دي.

په امریکا کې اوسنۍ نیوکې، په ځانګړې توګه د جمهوری‌پالې ډلې له لوري، د افغان مهاجرو پر ټولنه فشارونه زیات کړي. دا حالت داسې اندېښنې راپورته کړي چې ښايي د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شي، په داسې حال کې چې لا هم زرګونه کسان هڅه کوي قانوني اقامت ترلاسه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button