امنیت او پېښېمهم خبرونه

په جنوبي وزيرستان کې د يوه ماین چاودنې يوه افغانه نجلۍ وژلې ده

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د سړکغاړیو ماین چاودنې یوه افغانه نجلۍ مړه کړې ده. دا پېښه د شنبې په ورځ، د قوس په ۲۲مه، د وانا–کاریکوټ پر عمومي سړک شوې او د سیمې یو مهم پُل یې هم وران کړی دی.

محمد طاهر شاه وزیر، چې په جنوبي وزیرستان کې یو رسمي چارواکی دی، ویلي چې چاودنه د پُل ترڅنګ شوې او د هغې زور دومره زیات وو چې پُل ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، پُل بشپړ نړېدلی او په دې لاره کې د وسایطو تګ راتګ جدي اغېزمن شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د چاودنې پر مهال دغه وړې نجلۍ د پېښې ځای ته څېرمه د یوه استوګنې کور په بام کې وه. د چاودنې زور د کور یوه برخه نړولې او نجلۍ سخت ژوبله شوې ده.

د پېښې وروسته ځایي اوسېدونکي سیمې ته رسېدلي او دغه ټپي ماشومه یې د وانا مرکزي روغتون ته د عاجلې درملنې لپاره انتقال کړې ده. د دغه روغتون روغتیایي مسؤلین وايي، د ماشومې روغتیایي وضعیت په انتقالېدو کې ډېر خراب وو او د ډاکټرانو د هڅو سره سره، هغې له خپلو ټپونو امله ژوند له لاسه ورکړ.

د جنوبي وزیرستان پولیسو د چاودنې له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او د چاودنې عاملینو د پېژندنې او د چاودېدونکو موادو د نوعيت د معلومولو په موخه يې پلټنې پيل کړې دي. تر اوسه هېڅ ډلې د دغه بريد مسئوليت نه دی منلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button