امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان يو پخوانی پوځي رحيم‌الله مجاهد په تهران کې وژل شوی

سرچينې چې له آماج‌نيوز سره يې خبرې کړي، ويلي دي چې د افغانستان يو پخوانی پوځي د رحيم‌الله مجاهد په نوم د تهران په ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ده د وژل کېدو دقيق وخت او څرنګوالی لا هم څرګند نه دی.

د دغو سرچينو په وينا، رحيم‌الله مجاهد وروسته له هغه چې د طالبانو اداره واک ته ورسېده او د جمهوريت نظام ړنګ شو، افغانستان پرېښی او ايران ته مهاجر شوی و. نوموړی، لکه د ډېرو نورو پخوانيو پوځيانو په څېر، د امنيتي او ناپېژندل شويو ګواښونو له امله اړ شو چې هېواد پرېږدي.

سرچينې زياتوي چې رحيم‌الله مجاهد د جمهوريت د نظام پر مهال څو کاله په بادغيس ولايت کې پوځي دنده ترسره کړې وه او د افغانستان د پخوانيو امنيتي ځواکونو غړی و.

تر اوسه د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د دې وژنې انګيزه او د عاملانو هويت لا هم نه دی معلوم. دغه پېښه يو ځل بيا د هغو افغان پخوانيو پوځيانو د امنيتي او حقوقي وضعيت په اړه اندېښنې زياتوي چې له طالبانو د واکمنېدو وروسته په بېلابېلو کوربه هېوادونو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button