د افغانایوک ادارې لخوا د افغان وګړو لپاره د امریکا د وېزې بندېدو پرېکړې سختې نیوکې

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو ملاتړ کوونکې اداره «افغانایوک» د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر پرېکړه چې د افغان وګړو لپاره یې د وېزو ورکولو بهیر بند کړی، کلکې نیوکې کړې دي. دغه اداره وايي، د افغانانو لپاره د ځانګړو کډوالیزو وېزو یا (SIV) ناڅاپي درول، یو غیرقانوني اقدام او د امریکا د خپلو متحدانو پر وړاندې د دې هېواد له ژمنو سره په ټکر کې دي.
په یوه اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د تازه بیان وروسته خپره شوې، راغلي دي چې د «یوه زورواک شخص» له عمله د ټولنې د مجازاتو لپاره ګټه اخیستل، ناعادلانه چلند دی او دا چاره له هغو امریکایي سرتېرو سره هم ناسم چلند ګڼل کېږي چې د افغان همکارانو ترڅنګ د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو.
افغانایوک ټینګار کړی چې دا ډول تګلاره نه یوازې دا چې د فدرالي قوانینو او عدلي احکامو څرګنده سرغړاوی ده، بلکې د هغو قصدي هڅو نښه ده چې غواړي د امریکا اخلاقي ژمنې چې له خپلو افغان متحدینو سره یې کړې وې، له منځه یوسي. دغه اداره وایي، ګواکې مارکو روبیو له اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه له سلاکارانو لکه سټیفن مېلر سره په همغږۍ کې هڅه کوي د افغانانو پر مخ د ژغورنې دروازې وتړي.
د افغانایوک مشر شان وان دیور ویلي، دغه پرېکړه له وړاندې پلان شوې وه او پر ځای د دې چې د استخباراتي ناکامیو ځواب ویونکی وي، یوه بشپړه ټولنه قرباني کوي. هغه زیاته کړې، دا موضوع یوازې د کورنیو سیاستونو خبره نه ده، بلکې د امریکا له خوا پر خپلو هغو ژمنو سترګې پټول دي چې د طالبانو پر ضد جګړه کې یې له افغان متحدینو سره کړې وې.
په اعلامیه کې له امریکایي کانګرېس څخه غوښتنه شوې چې د خپلو قانوني صلاحیتونو په کارولو سره دې د دې پرېکړې مخه ونیسي، او له وکیلانو هم غوښتنه شوې چې د حقوقي دعوو لپاره چمتو شي. افغانایوک ویلي، له تقاعد شویو پوځي افسرانو او د مهاجرو پلویانو سره په ټول امریکا کې همغږی پاتې کېږي څو د ځانګړو کډوالیزو وېزو برنامه خوندي وساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د افغان پاسپورټ لرونکو وګړو لپاره یې د وېزو ورکولو بهیر سملاسي بند کړی. د دې وزارت په رسمي بیان کې ویل شوي، دا اقدام د ملي امنیت د خوندي کولو او د امریکایي خلکو د ساتنې لپاره شوی دی.
مارکو روبیو هم د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې د دغه بیان خپرولو سره لیکلي: «د امریکا د ملت ساتنه تر هر څه لوړه لومړیتوب لري.» دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې رحمانالله لکنوال نومي افغان، چې په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو بهیر پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و، د سپينې ماڼۍ ترڅنګ دوه تنه د ملي ګارد سرتېري په ډزو وویشتل.
دغه پېښه د امریکا د لوړپوړو چارواکو، په شمول د ولسمشر ډونالد ټرمپ، پراخ غبرګونونه را وپارول، چې یاد برید یې «ترهګریز عمل» بللی دی. سره له دې، څارونکو ویلي چې د یو کس له عملې د ټولې افغان مهاجرې ټولنې سره عمومي چلند کول، د بشري حقونو له اصولو او نړیوالو ژمنو سره ټکر لري.




