نړیوال

په رقې کې د «قسد» او د جولاني رژيم د ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوې

په ختیځه سوریه کې د روانو جګړو په لړ کې، سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو (قسد) او د جولاني رژیم د دفاع وزارت پورې اړوند وسله‌والو تر منځ په غانم‌العلي سیمه کې، چې د رقې ولایت په جنوب کې موقعیت لري، سختې نښتې شوې دي.

د قسد سرچینې وایي چې دا نښتې ډېری هغه سیمو کې رامنځته شوې دي چې دوی باور لري د داعش پاتې شونو له لوري له هغه ځایه ډرونونه توغول شوي دي. د قسد چارواکو ادعا کړې چې دوی پوځي عملیات د مشکوکو استخباراتي فعالیتونو او هوایي خوځښتونو په غبرګون کې ترسره کړي.

هم‌مهاله، د سوریې دولتي رسنیو، لکه الاخباریه، راپور ورکړی چې له هغو وروسته چې د قسد ځواکونو ناڅاپه د سوریې د پوځ پر یوه مرکز د معدان ښار شاوخوا برید وکړ، هلته سختې جګړې پیل شوې دي. که څه هم دواړو خواوو بیلابیلي ادعاوې کړې، خو تر اوسه د تلفاتو او زیانونو دقیق شمېر نه دی خپور شوی.

ختیځه سوریه، په ځانګړي ډول د رقه ولایت، په وروستیو کلونو کې د سیمه‌ییزو ځواکونو، یاغي ډلو، د داعش پاتې عناصرو او د سوریې د پوځ تر منځ د دوامدارو نښتو شاهده ده. طالبان، چې تل له داسې رژیمونو لکه د جولاني رژیم سره غیرمستقیم ملاتړ کړی، د سېمې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو پر وړاندې روښانه دریځ نه دی نیولی؛ دا مهال چې منځنی ختیځ کې بې‌ثباتي د افغانستان پر امنیتي راتلونکي هم اغېز کولی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button