په کليفورنيا کې د افغان کډوالو د نيولو پېښې ډېرې شوي

د امريکا د مهاجرت او ګمرک ادارې اعلان کړی چې د ملي ګارد پر يوه غړي تر ډزو وروسته، د شمالي کليفورنيا په ايالت کې د افغان پناهغوښتونکو د نيولو پېښې ډېرې شوي دي. دغه اقدام د امريکا مېشتو افغان کډوالو په ټولنه کې اندېښنې راپارولي دي.
راپورونو ښودلې چې تېرې اوونۍ کې شپږ تنه افغان پناهغوښتونکي، چې اکثره يې په تېرو دوه کلونو کې د مکسېکو په پوله د پناه غوښتنه کړې وه، د فدرالي افسرانو له لوري نيول شوي دي. دا کسان هغه مهال نيول شوي چې د رسمي احضاريهګانو د ځوابولو لپاره فدرالي دفترونو ته ورغلي وو.
د امریکا د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، دا اداره هڅه کوي هغه مهاجر چې قانوني اسناد نه لري او هغه کسان چې پر ترهګريزو فعاليتونو د تورنېدو شک پرې کېږي، وپېژني او ونيسي، څو د امنيتي تهديدونو مخنيوی وشي. خو منتقدان وايي، چې دا ډول عمومي چلند د افغان کډوالو ترمنځ بېباوري او ويره زياتولی شي.
ځايي سرچينې زياتوي چې د دې اقدام له امله، د افغان پاسپورت درلودونکو لپاره د پناه غوښتنې ټول پروسې او د وېزې صادرول په موقتي ډول درول شوي دي. د مهاجرت چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول پرېکړې نه يوازې د پناهغوښتونکو قانوني لار لا سختوي، بلکې د دوی بشري حالت نور هم خرابوي.




