په سکاټلنډ کې يو افغان پناهجو د جنسي تېري په تور نهه کاله بندي شو

د برېتانوي رسنيو د راپورونو له مخې، د سکاټلنډ يوې محکمې د افغانستان پناهجو رفيعالله احمدزی د يوې کمعمرې نجلۍ پر وړاندې د جنسي تېري د ترسره کولو له امله نهه کاله بندي کړی دی.
د خبري سرچينو د معلوماتو له مخې، ياد ۲۱ کلن سړی تېر کال په سکاټلنډ کې په يو پارک کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و. د محکمې قاضيانو له دوسيې تر څېړلو وروسته پرېکړه کړې چې پر هغه لګېدلی تور ثابت دی او د بند سزا يې اعلان کړې ده.
رفيعالله احمدزی د قضايي ارزونې پر مهال ادعا کړې وه چې دا اړيکه د دواړو خواوو په رضا ترسره شوې، خو محکمې دا ادعا رد کړې ده.
د محکمې د پرېکړې پر بنسټ، هغه نه يوازې د جنسي تېري په جرم مجرم بلل شوی، بلکې په ګواښوونکي چلند کې هم تورن شوی دی، او سزا يې د دواړو مواردو لپاره ټاکل شوې ده. دا قضيه يو ځل بيا په برېتانيا کې د جنسي جرمونو او د هغو د عدلي څېړنو پر څرنګوالي د خلکو پام رااړولی دی.




