د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په روسیه کې د افغان کډوالو غوښتنې زیاتې شوې

د روسي رسنیو وروستي راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال د لومړیو نهو میاشتو په ترڅ کې په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو شمېر لوړ شوی، او افغانستان د هغو لسو هیوادونو په ډله کې شامل شوی چې تر ټولو زیاتې غوښتنې یې ثبت کړي دي. د «تاس» خبري آژانس د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان اتباعو په دې موده کې ۲۱۱ د موقتي پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي. دا شمېر د تیر کال پرتله څرګند بدلون نه لري، خو ښيي چې د افغان کډوالو مهاجرت روسیې ته دوام لري.

سوریه د دغې احصایې په سر کې ده او ۲۸۲۳ غوښتنې يې ثبت کړې، او ورپسې اوکراین د ۲۵۲۷ دوسیو سره دویم ځای لري. که څه هم د اوکرایني وګړو غوښتنې د تیر کال پرتله یو څه کمې شوې، خو دوی لا هم د روسیې د پناه غوښتونکو له عمده ډلو شمېرل کېږي.

تر افغانستان وروسته د ازبکستان، جرمني، ترکمنستان، فلسطین، ارمنستان، مولدوې او اسرائیل اتباعو هم پام وړ غوښتنې کړي دي. مشخصاً، ازبکانو ۱۵۳، جرمنانو ۹۳، ترکمنو ۶۶، فلسطینیانو ۵۳، ارمنو ۴۵، مولدوې اتباعو ۴۴ او اسرائیلیانو ۳۷ غوښتنې ثبت کړي دي.

تاس خبري آژانس لیکلي چې د ملیتونو تنوع او د دوسیو شمېر زیاتوالی د روسیې اړونده ادارې د پناه غوښتونکو د قضیو په ارزونه او خدمتونو وړاندې کولو کې له نوو ننګونو سره مخ کړې دي. همداراز، روسیې او نورو هېوادونو ته د افغانانو دوامداره مهاجرت، د بشري کړکېچونو، امنیتي نشتوالي او د دایمي عاید د نشت له امله رامنځته شوی، چې د طالبانو حکومت یې مسوول ګڼل کېږي. دا وضعیت یو ځل بیا د طالبانو د ادارې ناتواني او نه وړتیا په ډاګه کوي چې د افغانستان خلکو ته د باعزته او د راتلونکي لرونکي ژوند شرایط برابر کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button