په هرات کې د پرمختللو جراحي عملیاتو پيل، ناروغان نور بهر ته نه ځي

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د پاکستان د تګلارو تړل کېدو او د ناروغانو د بهر ته د تګ د کمېدو له امله، په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره پرمختللې او پېچلې جراحۍ عملي شوې دي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د دماغ او شوکي تومورونو، د مري او معدې سرطان، د سږو او ځیګر سرطان، او همدارنګه د جاغور او تیروئید د سرطاني تومورونو لرې کولو جراحۍ، له هغو نوو طبي خدماتو څخه دي چې اوس په هرات روغتیايي مرکزونو کې وړاندې کېږي.
د هرات د عامې روغتیا د ریاست مرستیال غلاممحمد حنیفي ویلي، هغه ناروغان چې تر دې وړاندې یې د دغسې درملنې لپاره بهر ته سفر کاوه، اوس کولای شي په خپل هېواد کې درملنه ترلاسه کړي. نوموړي زیاتوي چې د افغان ډاکترانو د پوهې او تجربې په زیاتېدو سره د بهرنیو درملنو اړتیا په پراخه کچه کمه شوې ده.
ځينو د ناروغانو خپلوانو هم ویلي چې د دغو خدمتونو له برابرېدو سره، د دوی ناروغان په همدې ولایت کې تر درملنې لاندې راغلي او نور اړ نه دي چې د جراحي لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.
د ترسره شوو عملیاتو یو یې د دماغ د تومور لرې کول و، چې د ډېرو پېچلو جراحي چارو له جملې څخه شمېرل کېږي. د عصبي جراحۍ متخصص، محمدیونس اقبال، ویلي چې دغه ډول جراحۍ په نړیواله کچه محدودې دي او زیاتره په اروپايي هېوادونو او امریکا کې ترسره کېږي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې لسګونه افغان متخصص ډاکتران له بېلابېلو هېوادونو بېرته هرات ته ستانه شوي دي، او د چارواکو په وینا، دا کار د طبي خدمتونو په پیاوړتیا او د ناروغانو د بهر ته د تګ د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.




