د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

په ۳۴ ولایتونو کې د ادرس موندنې سروي پیل شوه

د ملي احصايې او معلوماتو رياست اعلان کړی چې د ادرس موندنې يا د نشاني ثبت سروي د هېواد د ۳۴ ولايتونو د مرکزونو په لاسرسي وړ سيمو کې پيل شوې ده. د دې سروي موخه د ډيجېټلي نقشو ښه والی او د جغرافيايي موقعيتونو دقيق ثبت بلل شوی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا بهير د جغرافيايي معلوماتو د ثبت عمومي رياست له لوري پيل شوی او تمرکز يې پر معیاري جیوډېټابېسونو جوړولو، د ځایونو تثبيت او په ښاري سيمو کې د ادرس موندنې د سيستم اسانتيا ده.

د ملي احصايې او معلوماتو رياست وياند محمد حليم رافع ويلي چې دا سروي د نويو جغرافيايي معلوماتي سيستمونو (GIS) او د نقشه جوړولو د QField پروګرام په مرسته ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړې چې د معلوماتو راټولولو بهير به آفلاین پرمخ وړل کېږي تر څو په هغو سيمو کې هم د معلوماتو ثبت ممکن شي چې د انټرنېټ لاسرسی محدود وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button