د مهاجرینو وزارت سرپرست د راستنېدونکو استازو سره وليدل؛ د ژمنیو مرستو پر وېش ټينګار وشو

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې مولوي عبدالکبیر، د ياد وزارت سرپرست، د ملي راډيو او ټلويزيون له عمومي ریيس قاري محمد یوسف احمدي او يو شمېر راستنېدونکو استازو سره کتنه کړې او د هغوی د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د بېرته راستانه شويو مهاجرينو اړتیاوو ته د رسېدنې او د عاجلو مرستو د برابرولو پر څرنګوالي بحث وشو. مولوي عبدالکبیر ويلي چې د راستنېدونکو لپاره د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ پيل شوې او دغه مرستې به د اړوندو ادارو په همغږۍ دوام وکړي.
هغه د بېوزلو ستونزو ته رسېدنه د طالبانو د ادارې «مسووليت» بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډېری راستنېدونکي په بېلابېلو ولایتونو کې له سرپناه، کار او بنسټیزو خدمتونو سره د محدود لاسرسي ستونزو سره مخ دي او تل د دایمي او شفافو پروګرامونو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، قاري محمد یوسف احمدي د راستنېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې د طالبانو ادارې هڅې بېساري بللې او ويلي يې دي چې رسنۍ د عامه پوهاوي له لارې د خلکو د همکاریو زمينه برابره کړې ده. سره له دې، یو شمېر ټولنیز فعالان ټينګار کوي چې د راستنېدونکو د ستونزو مؤثره حل د اوږدمهاله پلان جوړونې، د مرستو د شفاف مديريت او د اړتياوو په مقابل کې د روښانه ځوابويونکو کړنو غوښتنه کوي.




