اچکزی د افغانستان او پاکستان د لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

محمود خان اچکزی، چې په پاکستان کې یو سیاستوال او د پارلمان د اپوزیسیون مشر دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندو شوو لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، د دغو لارو تړل د دواړو هېوادونو لپاره درانه اقتصادي زیانونه لري او دا ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.
اچکزي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اته لویې لارې یا لویلارې شته چې میلیونونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کې بوخت دي. هغه ټینګار کړی، د دغو لارو د بندېدو له امله د دواړو غاړو د خلکو عادي ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
دغه پاکستانی سیاستوال زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان په سوداګریزو او ترانسپورتي چارو کې پر یو بل تکیه لري او د لارو تړل هره ورځ میلیونونه ډالره تاوان اړوي. د ده په باور، د دغو لارو پرانستل د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.
په تېرې اونیو کې، د طالبانو د ادارې او اسلاماباد تر منځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو او سوداګریزو توکو تګ راتګ بند شوی دی. د تورخم دروازه، چې یوه له مهمو تجارتي لارو ګڼل کېږي، د افغانستان د وارداتي اړتیاوو په پوره کولو کې اساسي رول لري، خو تړل یې د هېواد پر بازارونو او خلکو اضافي فشارونه راوستي دي.
اقتصادي کارپوهانو مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د دا ډول ترینګلتیاوو دوام، پرته له دې چې د خلکو ګټې په پام کې ونیول شي، کولای شي د دواړو غاړو اقتصادي وضعیت لا نازک کړي. دوی تمه څرګنده کړې چې د طالبانو اداره باید د دغو منفي پایلو د مخنیوي لپاره یو مسوولانه چلند غوره کړي.




