اقتصادمهم خبرونه

د ابوظبۍ–کابل الوتنې به د مارچ په ۲۸مه بیا پیل شي

د متحدو عربي اماراتو د ملي هوايي شرکت «اتحاد» چارواکو اعلان کړی چې د ابوظبۍ او کابل ترمنځ به مستقیمې الوتنې د روان عیسوي کال د مارچ له ۲۸مې نېټې څخه بیا پیل شي. دا موضوع د دې شرکت د چارواکو او په اماراتو کې د افغانستان د سفیر ترمنځ د لیدنې پر مهال یاده شوې ده.

د شرکت د مسؤلینو په وینا، د دغو الوتنو بیا پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي. هغوی هیله څرګنده کړې چې د دغه هوايي مسیر له فعالېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو او مسافرو تګ راتګ اسانه شي.

اتحاد شرکت همدارنګه ټینګار کړی چې د دې پرواز کرښې فعالېدل به د افغانستان د اړیکو د پراختیا په برخه کې له نړیوالې هوايي ترانزیټ شبکې سره مهم رول ولوبوي. د وروستیو کلونو په اوږدو کې د نړيوالو الوتنو له سره پيلېدل د افغان وګړو او سوداګرو له بنسټیزو اړتیاوو څخه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button