عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۵ تعلیمي کال پيل د نجونو له ګډون پرته اعلان کړ

مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د ادارې د رئيسالوزرا اداري مرستيال، نن د ۱۴۰۵ لمريز تعلیمي کال د پرانيستې په مراسمو کې اعلان وکړ چې دا اداره د ټول هېواد په کچه د «باکيفيته تعلیمي خدماتو» وړاندې کولو ته ژمنه ده. نوموړي دا څرګندونې د معارف وزارت له لوري په جوړو شوو مراسمو کې وکړې او د نصاب د ښه والي، د ښوونکو د ظرفيت د لوړولو او د ښوونځيو د څارنې پر پياوړتيا یې ټینګار وکړ.
حنفي د طالبانو د ادارې د يو شمېر وزيرانو په حضور کې د تعلیمي کال پيل د معارف مسئولينو، استادانو، زدهکوونکو او د هغوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او د دې مراسمو له جوړونکو څخه یې قدرداني وکړه. هغه زياته کړه چې د معارف مسئولين هڅه کوي تعلیمي خدمتونه د ديني مدرسو او ښوونځيو له لارې پراخ کړي.
خو نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پيلېږي چې له طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري؛ دا اقدام د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له پراخ مخالفت او نيوکو سره مخ شوی دی. د طالبانو اداره تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د بيا پرانيستلو لپاره څرګنده مهالوېش نه دی وړاندې کړی، او دغه محدوديت ميليونونه نجونې له بنسټيز حق يعنې زدهکړې څخه محرومې کړې دي.
د رئيسالوزرا اداري مرستيال په بله برخه کې له والدينو وغوښتل چې د خپلو فرزندان د سالمې روزنې لپاره هڅې وکړي او کورنۍ یې د زدهکړې لومړنی ځای وباله. هغه ټينګار وکړ چې زدهکوونکي دې د ښوونځي له ساعتونو وروسته د قران او اسلامي علومو د زدهکړې لپاره جوماتونو ته ولاړ شي.
حنفي د ښوونکو پر مقام په خبرو کې وويل چې ښوونه يوازې يوه دنده نه، بلکې «اسلامي، اخلاقي او ملي مسئوليت» دی او بايد استادان د ټولو تعلیمي سطحو له پيلنۍ تر ليسې پورې د راتلونکي نسل د روزنې لپاره هڅه وکړي.
هغه په پای کې له د معارف وزارت مسئولينو وغوښتل چې د تعلیمي نصاب د بيا کتنې، د درسي موادو د چمتو کولو، د لابراتوارونو د تجهيز او د ښوونځيو د څارنې د پياوړتيا په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې منتقدان وايي تر هغې چې د تعلیمي محدوديتونو، په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او د ټولنې د ټولو قشرونو د برابرې لاسرسي ستونزې له منځه لاړې نه شي، د «تعلیم د کيفيت» خبرې نه شي کولی د هېواد د ژور تعلیمي بحران ځواب وي.




