مولوي عبدالسلام حنفي: په هېواد کې امنيت ټينګ شوی!

د طالبانو د ادارې د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د ګرزيـوان او بلچراغ ولسواليو له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د ليدنې پر مهال وويل چې امنيت د هرې ټولنې د پرمختګ بنسټيز اساس دی.
د ارګ لهخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې غونډه کې د سيمې مېلمنو د دغو دوو ولسواليو د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه خپلې څرګندونې وکړې او د طالبانو ځواکونو د امنيت په ټينګښت کې هڅې وستايلې. دا په داسې حال کې ده چې له فارياب ولايته د ناامنۍ او پراخې بېوزلۍ رپوټونه ترلاسه شوي، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د دوی عمده ستونزې روغتيايي خدمتونو، معياري سړکونو، برېښنا او مخابراتي شبکو ته په لاسرسي پورې تړلې دي؛ او له طالب چارواکو يې غوښتي چې د خلکو د بنسټيزو اړتياوو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.
حنفي په دې ليدنه کې ادعا وکړه چې د طالبانو تر واک لاندې، په هېواد کې امنيت ټینګ شوی او خلک په ډاډ سره خپلو ورځنيو چارو ته دوام ورکړی دی. دا ادعا د ميداني واقعيتونو پوره انځور نه وړاندې کوي، ځکه لاهم د امنيتي کمزوريو او اقتصادي ستونزو راپورونه شته.
هغه زياته کړه چې د شتو امکاناتو په رڼا کې به د طالبانو چارواکي د خلکو د ستونزو د حل په موخه هڅې وکړي. خو د حساب ورکوونکو بنسټونو نشتوالی، پراخ فساد، او د روڼو پروګرامونو نه شتون لامل شوي چې دا ډول ژمنې څو ځله تکرار شوې وي، خو لږ عملي شوې وي.




