ډاکتر عبدالله د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان غندلي دي

ډاکتر عبدالله عبدالله، چې په پخواني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر و، د پاکستان هوايي بریدونه د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر برخو غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
هغه د یکشنبې په ورځ د حوت په درېیمه نېټه، د دې پېښې په غبرګون کې وویل، دا ډول اقدامات د هېواد د لا زیاتې بېثباتۍ او د کړکېچ د پراخېدو لامل کېږي. د ده په وینا، د ملکي وګړو بمباردول او پر دوی برید کول د روانو شخړو حل نه دی، بلکې یوازې د خلکو کړاوونه ډېر وي.
عبدالله له پاکستان او طالبانو غوښتي چې د جګړې د زیاتولو پر ځای، د خبرو او مذاکرې لاره خپله کړي. ده ټینګار وکړ چې د تنش کمول او د سیاسي حل لټول به د ټولو اړخونو او د سیمې د خلکو په ګټه وي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې تېر ماښام یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې اوه مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره څو ځله ادعا کړې چې د ټول هېواد واک یې په لاس کې دی؛ خو د افغانستان د فضا د سرغړونې او له پوله د باندې عملیاتو دوام، د ملي حاکمیت او د پولو د خونديتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.




