عبدالله عبدالله د پاکستان هوايي برید پر کابل کې پر یو روغتون غندلی

عبدالله عبدالله، د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشر، د پاکستان له لوري په کابل ښار کې د روږدو د درملنې پر ځانګړي روغتون هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ګاونډیتوب اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې د یو روغتیایي مرکز په نښه کول، هغه هم په یوه ملکي سیمه کې، د هیڅ معیار له مخې د توجیه وړ نه دي، او دا ډول کړنې کولی شي جدي انساني او حقوقي پایلې ولري. د هغه په وینا، دا برید د منل شویو نړیوالو اصولو څرګند نقض ګڼل کېږي.
عبدالله زیاته کړې: «موږ باور لرو چې د دې ډول ستونزو یوازینی حل د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو کارول دي.» هغه ټینګار کړی چې شخړې باید د سیاسي لارو او د هېوادونو تر منځ د خبرې اترې له لارې حل شي.
په عین حال کې، دغه پېښه یو ځل بیا د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ملکي تاسیساتو د خونديتوب په اړه اندېښنې راپارولي دي. منتقدان وايي، د طالبانو اداره مسووله ده چې د هېواد فضايي حریم او عامه تاسیسات په اغېزمن ډول وساتي او د دې ډول بریدونو په اړه وضاحت او حساب ورکړي.




