سياستمهم خبرونه

عبدالسلام ضعیف: د جګړې دوام به د پاکستان په زیان تمام شي

مولوي عبدالسلام ضعیف، چې پخوا د افغانستان سفیر په اسلام‌اباد کې و، خبرداری ورکړی چې د افغانستان سره د شخړې او جګړې دوام به د پاکستان پر زیان تمام شي. نوموړي ویلي چې د افغانستان ځوابي غبرګون ښيي که جګړه دوام وکړي، پاکستان ته به جدي زیانونه ورسېږي.

ښاغلي ضعیف په خپل اکس (X) حساب کې په یو پیغام کې لیکلي چې پاکستان باید تر اوسه درک کړی وي چې د دې وضعیت دوام به ناوړه پایلې ولري. د هغه په وینا، که کړکېچونه دوام پيدا کړي، د “اور لمبې” به په تدریجي ډول د پاکستان خوندي او آرامو سیمو ته هم وغځېږي.

دغه پخواني دیپلومات زیاته کړې چې د پاکستان احتمالي زیانونه به په دې پروسه کې څو برابره ډېر وي له هغو ګټو سره چې هغوی یې د “امریکا پروژه” بولي. نوموړي دا هم ټینګار کړی چې که پاکستان د خپل “بادار” د خوښۍ هڅه هم وکړي، خپلو موخو ته به ونه رسېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې له ګڼو جنجالونو او تنشونو سره مخ وې، او دواړو هېوادونو یو بل د ځینو امنیتي پېښو مسوول بللی. دغه وضعیت د سیمې د ناارامۍ او د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button