عبدالکریم خرم د آریانا سینما د ویجاړۍ په اړه د طالبانو اداره وغندله

عبدالکریم خرم، د پخواني جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر، د طالبانو له لوري د کابل تاریخي آریانا سینما ویجاړول د پایتخت د یو بل مهم تاریخي او فرهنګي نښه له منځه تلل بللي دي.
خرم ویلي چې له ژورې خواشینۍ سره، هغه نښې او ودانۍ چې د افغان ولس د ژوند له بېلابېلو دورو کیسې کوي، یو په بل پسې له منځه تلی شي او پر ځای یې د ښارونو په سیمو کې لوړ تجارتي ودانۍ جوړېږي. د ده په باور، دا لړۍ د کابل تاریخي هویت ورو ورو کمزوری کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې آریانا سینما یوازې یوه ودانۍ نه وه، بلکې د کابل د فرهنګي هویت برخه ګڼل کېده؛ داسې ځای چې د لسګونو کلونو راهیسې د ښار د اوسېدونکو د ګډو خاطرو او فرهنګي ژوند برخه وه.
د خرم په وینا، د آریانا سینما عمر د ځینو سیمهییزو هېوادونو له عمر څخه هم زیات و؛ هغو هېوادونو چې اوس د افغانستان وګړي د ویزې د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د ده په باور، دا پرتله د هېواد د تاریخي میراث پر وړاندې بېپروايي جوتوي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو اداره د کابل په د پښتونستان سړک کې، د مالیې وزارت ته څېرمه، د آریانا سینما ودانۍ ونړوله. راپورونه وايي چې پر ځای به یې یوه تجارتي مارکیټ جوړه شي.
آریانا سینما په ۱۹۶۳ کال کې جوړه شوې وه او د کورنیو جګړو پر مهال یې زیان لیدلی و، خو په ۲۰۰۴ کال کې د فرانسوي معمارانو په همکارۍ بېرته ورغول شوه. دا سینما د لسیزو لپاره د کابل له مهمو فرهنګي مرکزونو وه چې زرګونه اوسېدونکي به پکې د نړیوالو مشهورو فلمونو نندارې ته کېناستل او له هغې سره یې ژورې خاطرې لرلې.
د فرهنګي برخې فعالان د آریانا سینما ویجاړول د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث لپاره نهجبرانېدونکی زیان بولي او د طالبانو د ادارې دریځ له فرهنګي آثارو سره انتقادي ارزوي؛ یو دریځ چې د دوی په باور، د هېواد تاریخي هویت ته جدي ګواښ پېښوي.




