کرزی د پاکستان هوایي بریدونه په ختیځو ولایتونو کلک غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو کونړ، خوست او پکتیکا د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. کرزي ویلي، د دې بمبارونه له امله یو شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي، چې دا کار د بشر حقونو برخه کې د منل شویو نړیوالو اصولو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض ګڼل کېږي.
ښاغلي کرزي له پاکستاني حکومته غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښې ګاونډیتوب، متقابل درناوي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له سره وارزوي. هغه ټینګار کړی چې د ویجاړوونکو او دښمنانه سیاستونو تکرار د هېڅ یو هېواد په ګټه نه دی او یواځې د لانجو او دښمنیو د زیاتېدو لامل ګرځي.
دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوې، چې د افغانستان د پوله مېشتو خلکو له خوا څو څو وارې د پاکستاني ځواکونو له لوري د فضایي حریم د نقضېدو شکایتونه شوي دي. سره له دې چې طالبان د هېواد پر حاکمیت ټینګار کوي، خو تر اوسه یې د دغو بریدونو پر وړاندې روښانه دریځ نه دی نیولی او کومه جدي غبرګون نه دی ښودلی.
کارپوهان باور لري چې د دا ډول بریدونو دوام نه یواځې د سرحدي سیمو سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې د بې ګناه ولسي وګړو ژوند له لا ډېر خطر سره مخ کوي.




