سياستمهم خبرونه

د طالبانو د اداري مرستیال د ترکیې له سفیر سره د الوداعي لیدنه

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ، د قوس په ۴مه، په کابل کې له د ترکیې له سفیر جنک اونال سره الوداعي لیدنه وکړه. دا لیدنه هغه مهال ترسره شوه چې د افغانستان لپاره د ترکیې د سفیر ماموریت پای ته رسېدلی دی.

د ارګ له خوا خپرو شوې یوې خبرپاڼې له مخې، جنک اونال په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د خپلې دندې پر مهال یې هڅه کړې ترڅو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دواړو هېوادونو په ګټه اړیکې وساتي. هغه د ترکیې او افغانستان ترمنځ له اړیکو څخه خوښي څرګنده کړې ده.

په مقابل کې مولوي حنفي د ترکیې د سفیر له فعالیتونو مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو اداره غواړي د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي. هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او طبي ویزو د صدور بهیر اسانه شي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له ډېرو هېوادونو، په شمول د ترکیې، سره رسمي اړیکې راکمې شوې دي او د افغانانو بهرنیو سفرونو ته جدي خنډونه راپورته شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button