هند به افغانانو ته د درملنې ویزو ورکول بېرته پيلوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی ویلي، چې هند به ډېر ژر افغانانو ته د درملنې ویزې ورکول بیا پیل کړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د قوس درېیمه) په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ویزې ورکړې اړوند ستونزې د هند د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ حل شوي، او اوس افغان غوښتونکي کولای شي چې مستقیماً د هند سفارت ته په کابل کې مراجعه وکړي.
عزیزی هند د افغان ناروغانو لپاره یو مهم درملنیز مقصد وباله او زیاته یې کړه، چې د دواړو خواوو تر منځ د ویزې د ورکړې بهیر د اسانه کولو خبرې روانې دي او هڅه کېږي، چې د افغان ناروغانو د هند ته د سفر زمینه نوره هم برابره شي.
هغه همداراز وویل، چې د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د ښه والي په تړاو خبرې روانې دي. د عزیزی په وینا، افغانستان غواړي له هند سره تجارتي او ولسي اړیکې پیاوړې کړي، که څه هم دغه اړیکې له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته له ستونزو سره مخ شوي دي.
تر دې وړاندې عزیزی د هند د بهرنیو چارو له وزیر، سوبراهمانیام جېشـنکر، سره هم لیدلي وو او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراخولو پر لارو چارو یې بحث کړی و.
دغه لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو اداره په نړیوال ډیپلوماټیک ډګر کې له نیوکو سره مخ ده او لا یې نړیوال مشروعیت له پوښتنو سره مخ پاتې دی.




