ایران ۸۱ افغان بندیان کابل ته واستول

د طالبانو د ادارې سفارت په تهران کې ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې، ۸۱ تنه افغان بندیان چې په ایران کې بندي وو، کابل ته لېږدول شوي دي.
دا انتقال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د هوکړې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د بندیانو د انتقال ګډ کمیټې په همکارۍ ترسره شوی دی.
د طالبانو د ادارې د سفارت د معلوماتو له مخې، د دې دوو پړاوونو په پایله کې، له ایران څخه افغانستان ته د انتقال شويو افغان بندیانو شمېر ۲۹۲ تنو ته رسېدلی دی. یاد بنديان د خراسان رضوی، کرمان، آذربایجان غربی او خراسان جنوبی له زندانونو څخه کابل ته وسپارل شول.
سره له دې چې له بهرنیو هېوادونو د افغان بندیانو بېرته راستنېدل د افغان اتباعو د حقوقي ستونزو په کمولو کې ګام بلل کېدای شي، خو په کابل کې د یوې قانوني حکومت د نهشتوالي له امله، د دغو بندیانو د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.
د بشري حقونو بنسټونو څو ځل خبرداری ورکړی چې د سالمو عدلي بنسټونو د نهشتوالي له امله، ښايي دغو بندیانو ته لازمه عدلي پاملرنه ونهشي. تر اوسه د طالبانو اداره د دغو راستنېدونکو بندیانو د وضعیت د څېړلو لپاره شفاف او ارزونې وړ میکانیزم نهدی وړاندې کړی.




