کلتور او هنر

افغانستان د ایکو هېوادونو د کتاب‌خانو مشرتابه ناستې کې ګډون کړی

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړو هېوادونو د کتاب‌خانو د مشرتابه اوومه غونډه چې په ترکیه کې جوړه شوې وه، کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د عامه کتاب‌خانو مشر، رفیع‌الله صمیم ګډون کړی و او هلته یې د افغانستان د کتاب‌خانو وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د معلوماتو له مخې، رفیع‌الله صمیم په دې ناسته کې د عامه کتاب‌خانو د اوسني وضعیت، د طالبانو د حاکمیت پر مهال د ادعا شویو لاسته راوړنو او له موجودو ستونزو سره تړاو لرونکي نظریات له ګډونوالو سره شریک کړي.

دغه وینا داسې مهال شوې، چې له جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې زیات شمېر فرهنګي او تعلیمي پروژې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

په دې ناسته کې د ۱۰ آسیايي هېوادونو استازو د دیجیتلي آرشیفونو پراخولو، تاریخي او نادر اثارو د ساتنې، او د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د تجاربو او مسلکي ظرفیتونو د تبادلې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وایي، د افغانستان عامه کتاب‌خانې اوس د دیجیتلي کولو، روزنې او تحقیق برخو په تخصصي کمېټو کې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.

همداراز، ترکیې منلې چې افغانستان ته به د «کاشف» په نوم د کتاب‌خانو د مدیریت یو سیستم وړیا ورکړي. خو لا روښانه نه‌ده چې دا سیستم به څنګه پلي شي، ځکه چې د افغانستان ډېری کتاب‌خانې د اساسي امکاناتو او دیجیتلي وسایلو له کمښت سره مخ دي.

د ناستې په څنډه کې، د افغانستان د عامه کتاب‌خانو مشر د اوزبیکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان له استازو سره هم کتنې کړې او د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو یې خبرې کړې دي.

همداراز، افغان پلاوي یو شمېر کتابونه د دې ناستې ګډون‌والو ته د ډالۍ په توګه ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دننه کتاب‌خانې د کتابونو د منابعو او مسلکي کارکوونکو د سخت کمښت سره مخ دي.

سره له دې چې د طالبانو اداره په نړیوالو ناستو کې ګډون کوي، خو تر اوسه یې د هېواد دننه د خلکو فرهنګي او تعلیمي اړتیاوو ته څرګنده او عملي حللاره نه‌ده وړاندې کړې او زیاتره د پوهنې مرکزونه له فشاره لاندې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button