هند له طالبانو سره د صنعتي همکارۍ غوښتنه وکړه

په یوې رسمي لیدنه کې چې په نوي ډیلي کې ترسره شوه، د طالبانو د ادارې یو پلاوی د شفیع اعظم، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس، په مشرۍ او د صنعتي پارکونو د ادارې رئیس عارف سره، د هند د نساجۍ وزارت له چارواکو سره ولیدل. دا خبرې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکارۍ د پیاوړتیا د لارو چارو د ارزونې په موخه ترسره شوې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په جدي توګه د پنبې د تولید او پروسس، د بشري سرچینو د پیاوړتیا، د صنعتونو د معیاري کولو، او د افغانستان د نساجۍ او البسې سکتور د نویوالي په برخو کې د همکاریو پر ظرفیتونو بحث او نظریات تبادله کړل. د هند چارواکو رسماً له طالب پلاوي وغوښتل چې د «بهارت ټېکس» نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
همداراز، دواړو خواوو د ټکنالوژۍ د تبادلې، د مسلکي روزنیزو پروګرامونو د پیل، د افغان پنبې د کیفیت د لوړوالي لپاره د تخنیکي مرستو برابرولو، او راتلونکې کې د ګډو تولیدي پروژو د پلې کېدو د امکان ارزونې پر اړتیا ټینګار وکړ. خو تر دې دمه د دواړو خواوو ترمنځ هېڅ مشخص اجرایي هوکړه نه ده لاسلیک شوې.
د ناستې په پای کې، د هند او طالبانو استازو په پراخ ډول توافق وکړ چې یوه تخنیکي کمیټه جوړه کړي څو د یادو شویو موضوعاتو تعقیب وکړي. د دې کمیټې دنده به د پنبې او نساجۍ په برخه کې د همکاریو د جزئیاتو په اړه نورې خبرې او د ګډو عملي پلانونو طرحه کول وي.
دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله هڅه کوي د سیمې له هېوادونو اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي؛ سره له دې، لا هم اندېښنې شته چې ښايي اقتصادي همکارۍ د سیاسي مشروعیت لپاره یو وسیله وګرځي.




