حزبالله د یو کړکېچن انتخاب په درشل کې؛ نه تسلیم، نه جګړه، نه شاتګ
د لبنان حزبالله، له هغه وروسته چې د دې ډلې لوړپوړی قوماندان «هیثم علي طباطبایی» ترور شو، له داسې پړاو سره مخ شوی چې کولای شو دا د دې غورځنګ په تاریخ کې یو له پیچلو او تراژیکو دورو وبولو.
اوس دغه ډله له هممهاله فشار سره مخ ده؛ له یوې خوا د اسرائیل بریدونه، او له بلې خوا د لبنان حکومت او نړیوالې ټولنې فشارونه، حزبالله داسې یوه دوهګوني حالت ته رسولی چې نه پوره شاتګ ورته ممکن دی او نه هم د یوې پراخې جګړې پیل پرته له درنو لګښتونو.
اسرائیل، د خپلو تازه بریدونو په ځانګړي ډول د طباطبایی او نورو لوړپوړو چارواکو د نښه کولو له لارې، هڅه کوي د حزبالله د قوماندې مرکز کمزوری کړي او د دې ډلې د عملیاتو لیکو محدودول هدف وګرځوي. د اسرائیلو اصل هدف دا دی چې حزبالله دې خپل له حکومتي چوکاټ بهر پوځي رول پریږدي. خو حقیقت دا دی چې د حزبالله جوړښت د یوې پراخې امنیتي ــ پوځي شبکې پر بنسټ ولاړ دی، نه پر یوه شخص یا څو قوماندانانو.
که څه هم د مهمو قوماندانانو وژل یوه سخت ضربه ده، خو د څلوېښت کلن تاریخ درلودونکې ډلې لپاره چې جګړه، ترور، بیا رغونه او بنسټسازيیې تجربه کړې، دا د ړنګېدو معنا نه لري. حزبالله توان لري چې قوماندانان بدل کړي، د قوماندې جوړښت وویشي او د عملیاتو لیکې ژر تر ژره بیا ورغوي؛ خو بې شکه دا بریدونه د دې ډلې د خوځښتونو د خطرپذیرۍ کچه راکموي او د عمل محدودیتونه ورباندې لګوي.
په دننه کې د لبنان حکومت لخوا د حزبالله د بېوسلې کولو هڅې دا ډله له یو بل سخت پړاو سره مخ کړې. حکومت هڅه کوي چې پوځي واک له سره پوځ ته ور وګرځوي، څو یوازینۍ وسلواله قوه وي. خو د میدان حقیقت دا دی چې لبنان پوځ له لوژستیکي، مالي او جوړښتي اړخه د جبري بېوسلې کولو اجرائیوي توان نه لري. تر دې دمه هیڅ لبنانی حکومت–– آن هغه چې د حزبالله مخالفین وو–– دومره جرئت نه دی کړی چې له دې ډلې سره مخامخ تقابل وکړي، ځکه چې هغوی پوهېږي دا کار کولای شي هېواد یو ځل بیا کورني جنجالونو ته ټېل وهي. حزبالله هم دا درک کوي چې د حکومت دغه دریځ تر ډېره د بهرني فشار له امله دی، نه د داخلي ارادې له مخې.
اصلي موضوع دا ده چې حزبالله پرته له وسلو، حزبالله نه دی. دا ډله خپله سیاسي او ټولنیزه مشروعیت له «مقاومت» ایدیولوژۍ اخلي؛ وسلې پرېښودل د دوی لپاره یوازې یوه تاکتیکي شاتګ نه، بلکې د خپلې هستۍ له لاسه ورکول ګڼل کېږي. نو دا تصور مشکل دی چې حزبالله دې سوله ييز تسلیم شي یا پوره بېوسلې شي، مګر دا چې په سیمه کې یوه پراخه معامله وشي، هغه هم له اساسي بدلونونو سره د جنوبي لبنان په وضعیت کې یا د اسرائیل له خوا د ستراتیژیک امتیازونو له ورکړې سره، چې دا مهال ناشوني ښکاري.
سره له دې، حزبالله هممهاله په داسې حالت کې نه دی چې وکولای شي له اسرائیل سره یو نوی پراخ جنګ پیل کړي. ستره جګړه، که څه هم د دې ډلې لپاره د ایدیولوژیک جایګاه د ټینګولو وسیله کېدی شي، خو قیمتیې د لبنان او د حزبالله د ټولنیز بنسټ لپاره ډېر لوړ تمامیږي. د لبنان شیعه ټولنه نور د ۲۰۰۶ کال پخوانی حالت نه لري؛ اقتصادي بحران، مالي سقوط او عمومي ناامیدي د جګړې ټولنیز زغم خورا کم کړی. حزبالله دا واقعیت ښه درک کړی. له همدې امله، د ستر جنګ پر لور حرکت له یوې انتخاب څخه ډېر، یوه تله ښکاري.
پایله دا چې احتمالاً تر ټولو عملی لاره دا ده چې حزبالله همدا «سخته خو کنټرول شوې کمشدت جګړه» پر مخ یوسي: محدود غبرګونونه، اندازهل شوي بریدونه، هڅې د مخنیوي وضعې ساتلو ته پرته له دې چې یو بشپړ جنګ ته یې ورسوي. دا تګلاره نه اسرائیل قناعت ورکوي، نه د لبنان حکومت، خو تر اوسه یوازې دا لاره پاتې ده چې د حزبالله نظامي جوړښت وساتي او له امنیتي چاودنو یې ژغوري.
په ټوله کې، حزبالله له یوه تراژیک وضعیت سره مخ دی چې هممهاله داخلي او خارجي فشارونه پرې دی، خو هېڅیو یې داسې نه دي چې دا ډله تسلیمېدو ته اړ کړي؛ همداراز داسې انتخاب هم نه لري چې تر روان حالت ادارهکوونکی وي. حزبالله نه تسلیمېږي، نه بشپړ جنګ پیلوي، او نه له تاوان پرته تېر وضعیت ته ستنېدلی شي. دا اوس داسې یوه لار وهي چې هر ګام یې باید په دقیقه توګه حسابشوی وي، ځکه یوه تېروتنه کولای شي بشپړ لبنان ناوړه کړکېچ ته وروولي.




