د طالبانو اداره او ازبکستان ترمنځ دوه اقتصادي تړونونه لاسليک شول

د طالبانو د ادارې چارواکو په بلخ ولایت کې اعلان کړی چې افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه نوي اقتصادي تړونونه لاسلیک شوي دي. د دغو تړونونو له مخې، د افغانستان د سکرو صادرات به د پاکستان له لارې ازبکستان ته نهلېږدول کېږي، بلکې نوی مسیر ورته ټاکل شوی، او په بدل کې به ازبکستان افغانستان ته اړتیا وړ سیمنټ برابر کړي.
په دویم تړون کې ازبکستان ژمنه کړې چې افغانستان ته به له خپلې باکیفیته درمل صادر کړي. دا اقدام کولای شي، د افغانستان په بازارونو کې د موجود درملو د کمښت یوه برخه راکم کړي.
دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک شوي چې د طالبانو اداره د نړیوال مشروعیت له نشتوالي او د سرکوبګر سیاستونو له کبله د نړیوالو لهخوا منزوي شوې ده. همداراز، د دغو قراردادونو د موادو او عملي کېدو شفافیت نهشتون، اندېښنې راپورته کړي چې ښايي د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه ناعادلانه ګټه واخیستل شي.
په همدې حال کې، د اقتصادي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دا ډول تړونونو ګټه او روڼتیا باید د افغانستان د خلکو په ګټه وي، نه دا چې غیرمسووله جوړښتونه لا پیاوړي شي، په داسې حال کې چې خلک له پراخې فقر او بیکارۍ سره مخامخ دي.




