د غزې د عامې روغتیا وزارت: د اسرائیلي بریدونو له امله تر اوسه له ۶۹ زرو زیات کسان وژل شوي

د غزې د عامې روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه ۶۹ زره او ۷۵۶ تنه وژل شوي دي. دغه وزارت زیاتوي، چې د ټپیانو شمېر هم ۱۷۰ زره او ۹۴۶ تنو ته لوړ شوی دی.
د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۳ کسانو مړي روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي، چې له دې ډلې څخه ۲۱ کسان د تازه بریدونو له امله وژل شوي دي. همداراز، په همدې موده کې ۸۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې د دې سیمې ډېر شمېر اوسېدونکي لا هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي او ورک شوي دي. د ژغورنې عملیات ډېر ورو روان دي او احتمال شته چې لسګونه کسان لا هم ژوندی وي.
که څه هم چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د یوه نسبي اوربند له اعلان وروسته د تاوتریخوالي د کمېدو هیله پیدا شوې وه، خو تر دې دمه لږ تر لږه ۳۳۹ کسان وژل شوي او ۸۷۱ تنه ټپیان شوي دي. همداراز، ۵۷۴ مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.
د بمبارۍ دوام، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د بیړنیو مرستو وسایلو کمښت د غزې بشري وضعیت له سختې بحراني مرحلې سره مخ کړی دی. د بشري حقونو سازمانونو بیا بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې ظالمانه وژنو پر وړاندې عاجل اقدام وکړي.




