دوهم سرلیککلتور او هنرمهم خبرونه

په پکتيا کې د طالبانو له لورې د ملي تلويزيون خپرونې درېدلي دي

د طالبانو له خوا د ژونديو موجوداتو د انځور خپرولو د منعې له امله، په پکتيا ولايت کې د افغانستان د ملي تلويزيون رسمې خپرونې درېدلي او يوازې غږيزو پروګرامونو ته اړول شوې دي.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز دغه بنديز تائيد کړی او وايي، طالبان د دې فرمان په اساس نه يوازې د افغانستان ملي تلويزيون، بلکې ځینې نور دولتي او محلي تصويري رسنۍ هم محدودې کړي دي.

د دې بنديز له کبله خبريالان او د رسنیو کارکوونکي له ویډیويي مرکو کولونه منع شوي او يوازې له غږیزو يا ليکلي راپورونو څخه د کار اخيستو اجازه لري.

دا بنديز يوازې ملي تلويزيون نه، بلکې د باختر دولتي خبري آژانس او ځينو سیمه‌ییزو تصويري رسنیو لکه «نَن، ژوند، هوا، پَتَن غر او سِمکَنی غر» پوښلي چې پر ټولنیزو شبکو یې فعالیتونه یا هم درېدلي او یا ډېر کم شوي دي.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز پر دې اقدام نيوکه کړې او ويلي یې دي چې دا کار د رسنیو د آزادۍ له اصولو سره ټکر لري. دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د رسنيو پر وړاندې فشارونه لرې کړي او ژورناليستانو ته د آزاد کار زمينه برابره کړي.

دغه انځوریز بنديز يوازې پکتيا ته محدود نه، بلکې د راپورونو پر بنسټ، په ۲۲ نورو ولايتونو کې هم عملي شوی، چې دا د ټول هېواد په کچه د رسنيو د محدودولو يوه منظمه پاليسي ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button