د طالبانو د کار وزارت سرپرست د ایران له سفیر سره د کاري همکاریو پر پراخېدو غږېدلی

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري همکاریو پر پراخېدو یې خبرې کړې دي.
د کار وزارت له رسمي بیان سره سم، په دې ناسته کې د افغانستان د فني او مسلکي زده کړو د ښهوالي، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د افغان کډوالو کارګرانو د قانوني کولو میکانېزمونه څېړل شوي دي.
ملا عمري ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت غواړي د ایران له بریالیو تجربو څخه په فني تعلیماتو کې ګټه واخلي او د اقتصادي – تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره نوې فرصتونه رامنځ ته کړي. هغه دا هم ویلي چې د افغان کارګرانو حضور باید په ایران کې غیرقانوني پاتې نهشي او د دوی د وضعیت د تنظیم لپاره باید ګډ کار وشي.
د ایران سفیر هم ویلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخېدو ته زمینه برابره شوې او تمه لري چې ډېر ژر د ایران د اشتغالزايي مرستیال کابل ته سفر وکړي څو د کاري ځواک د تبادلې او د کار بازار د تنظیم په اړه رغنده خبرې وشي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې افغان کډوال په ایران کې د حقوقي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دوی د کاري انتقال لپاره خوندي پلان نهشتوالی، د زیانمنېدو زمینه ورته برابره کړې ده. که څه هم د طالبانو اداره په وروستیو کلونو کې ژمنې کړې چې د مهاجر کارګرانو وضعیت به ښه کړي، خو تر اوسه عملي او محسوس ګامونه نهدي اخیستل شوي.




