امنیت او پېښېمهم خبرونه

په پکتيا کې سېلاب د درې ولسوالیو لارې تړلې دي

د پکتيا ولايت ځايي سرچينې وايي چې د وروستيو ورښتونو او د سېلابونو د راوتو له امله د دې ولايت د څو ولسوالیو د تګ راتګ لارې له مرکز څخه پرې شوې دي. د دغو سرچينو په وينا، هغه لارې چې د سمکني، دنده‌پتان او احمدخېل ولسوالیو ته تللې دي، د سړکونو د تخريب او د اوبو د سطحې د لوړوالي له امله تړل شوې دي.

سرچينې د جمعې په ورځ، د وري په ۱۴مه نېټه، تاييد کړه چې دې پېښې خلکو ته د پام وړ مالي زيانونه اړولي دي. د هغوی په وينا، يو شمېر کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه د تګ راتګ او د مالونو او لومړنيو توکو د لېږد توان نه لري.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د سېلاب له امله د کرهڼې پراخې ځمکې هم له منځه تللې دي. د سيمې اوسېدونکي وايي، د کروندو له منځه تګ به د دغو سيمو د بزګرانو په اقتصادي حالت ناوړه اغېز ولري.

پکتيا د هېواد له ختيځو ولايتونو څخه دی چې هر کال د ورښتونو په موسم کې د موسمي سېلابونو له ګواښ سره مخامخ کېږي. دا ډول پېښې د پياوړو زيربناوو د نشتوالي له امله د سيمې اوسېدونکو ته د پام وړ مالي تاوانونه پېښوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button