د حیفا ښار کې د راکټ د ترکش لګېدو وروسته د کریات شمونه ښار خالي شو

د عبري ژبو رسنیو د راپورونو له مخې، د اشغال شویو سیمو په شمال کې د تازه راکټي بریدونو له امله د حیفا ښار برخې د برید هدف ګرځېدلي او یو شمېر اوسېدونکي ټپیان شوي دي. په همدې وخت کې، د کریات شمونه ښار اوسېدونکي د حملو د دوام له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
د الجزيرې د شبکې په وینا، له نن سهاره لږ تر لږه پنځه ځلې راکټي بریدونه د کریات شمونه پر لور شوي دي. د رسنیو سرچینو ویلي چې د دغو بریدونو دوام خلک دې ته اړ کړي چې د خپل امنیت لپاره سیمه پرېږدي.
بلخوا، د حزب الله لبنان ډلې اعلان کړی چې د “مسکاف عام” سیمه یې هم په نښه کړې ده. د احتمالي تلفاتو يا زیانونو په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په عین حال کې، ځینې عبري رسنیو خبر ورکړی چې یو د ایران پورې اړوند راکټي ترکش د حیفا په ښار کې لګېدلی او د ښار په ځینو برخو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، پېښه څو ټپیان پرېښې، خو د تلفاتو کره شمېر تر اوسه رسمي نه دی تائید شوی.
د اشغال شويو سيمو شمالي برخه په وروستیو اوونیو کې د پوځي شخړو د زیاتېدو شاهده پاتې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د بریدونو تبادله د شخړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.




