طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو زموږ تجارت ته زیان نه دی رسولی

د طالبانو د مالیې وزارت وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بندېدو له امله د هېواد د عمومي سوداګرۍ بهیر ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې له پاکستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې بندې شوې دي، خو د هېواد ګمرکي چارو ته کومه ستونزه نه ده پيښه شوې او کورني او نړیوال سوداګر لا هم کولای شي چې د بدیلو لارو له مخې راکړې ورکړې ترسره کړي.
د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوي، څو له نورو سیمو او نړیوالو هېوادونو سره سوداګرۍ ته زمینه برابره شي.
طالب چارواکو ویلي، دوی له بدیلو لارو څخه د سوداګرو ملاتړ کوي او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې روانې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل ښایي د توکو، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او سوند موادو پر لېږد او بازارونو مستقیم اغېز ولري. خو د طالبانو اداره هڅه کوي چې د بازار واقعي وضعیت پټ وساتي او په دې توګه خپله اقتصادي کمزوري پنا کړي.




