د روسیې، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیټي دهلېز درې اړخیز تړون به لاسلیک شي

تمه ده چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د مې په میاشت کې د روسیې (د تاتارستان جمهوریت)، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیټي دهلېز یوه درې اړخیزه موافقه د «کازان فورم» په غونډه کې لاسلیک شي. دغه دهلېز د «شمال ـ جنوب» دهلېز بدیل یا بدیله لاره ګڼل کېږي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د سوداګرۍ د مرکز مشر په افغانستان کې ویلي چې د ایران د اوسنیو ستونزو له امله د شمال ـ جنوب دهلېز کارول له سختیو سره مخ شوي، او له همدې امله د نوې بدیلې لارې جوړول د کار په اجنډا کې شامل شوي دي.
د رستم حبیبولین په وینا، دا پروژه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له خوا وړاندیز شوې ده، او تمه کېږي چې د تاتارستان لومړنۍ سوداګریزې محمولې د همدې لارې له لارې ولیږدول شي.
د راپورونو له مخې، وړاندیز شوی دهلېز کولی شي د روسي صادروونکو او همدارنګه د هغو اروپايي او آسیایي شرکتونو لپاره چې د خپلو توکو د انتقال لپاره خوندي او بدیله لارې لټوي، ستراتیژیک اهمیت ولري. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري، تل د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا تر منځ د یو اړیکي پل په توګه یاد شوی دی.




