د ایران له خپلوالي د دفاع لپاره له «جانفدا» کمپاین سره د ۸ میلیونو څخه زیات کسانو یوځای کېدل

د ایران د خپلواکۍ پر وړاندې د دونالډ ټرمپ وروستیو ګواښونو وروسته، له اته میلیونو او ۳۰۶ زرو څخه ډېر ایرانیان د «جانفدا» کمپاین سره یوځای شوي او خپل چمتووالی یې د هېواد د دفاع لپاره اعلان کړی دی. د دې کمپاین تنظیموونکي وايي، د خلکو د ګډون څپه لا هم دوام لري.
«جانفدا» کمپاین د یوه ولسي حرکت په توګه پیل شوی، چې موخه یې د ایران د ملي یووالي ننداره کول په بهرنیو ګواښونو کې ښودل شوې ده. د خپرو شوو مالوماتو له مخې، دا کمپاین هڅه کوي څرګنده کړي چې د ایران وګړي د تاریخي حساسو پړاوونو پر مهال د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ کوي.
د کمپاین تنظیموونکو ټینګار کړی چې «جانفدا» یوازې یو سمبولیک بلنه نه ده، بلکې دا د ټولنې د بېلابېلو قشرونو تر منځ د ملي مسؤلیت احساس او د هېواد د دفاع روحيه څرګندوي.
ویل کېږي دا کمپاین وروسته له هغه رامنځته شو چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ، پر ایران د ځمکني برید ګواښ وکړ. ایراني چارواکو تر اوسه د دغو ګواښونو په ځواب کې د خپل هېواد د امنیت او ملي ګټو د خوندیتوب پر دوام ټینګار کړی دی.




