په خوست کې د پولې نښتې؛ ملکي کسان تر بریدونو لاندې راغلي

د خوست ولایت ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو د ادارې ځواکونو او د پاکستاني سرتېرو ترمنځ وسلوالې نښتې د تڼي او ګربز په ولسوالیو کې روانې دي او په دې ترڅ کې د سیمهییزو اوسېدونکو کورونه هم په نښه شوي دي. د دغو سرچينو په وينا، يو شمېر ملکيان وژل شوي او ټپيان دي، خو د تلفاتو کره شمېر تر اوسه څرګند نه دی.
سرچينې د پنجشنبې په ورځ د وري ۱۳مه نېټه (۱۳ حمل) هش صباح ته ويلي چې پاکستاني سرتېرو په تڼي ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر کورونو بريدونه کړي دي. د سيمې اوسېدونکي اړ شوي چې د ځان ژغورنې لپاره خپل کورونه پرېږدي او امن سیمو ته پناه يوسي.
ورته مهال راپورونه ښيي چې جګړه په ګربز ولسوالۍ کې هم روانه ده. د دې سيمو ناامنۍ د ملکي وګړو د ژوند پر وضعيت او د پولې په اوږدو کې د بېثباتۍ په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د طالبانو ادارې مخکې اعلان کړی و چې په تېر ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو له امله ۲۵ کسان ټپيان او دوه تنه نور وژل شوي دي. خو تر اوسه خپلواکو سرچینو دغه شمېره جلا نه ده تاييد کړې.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو ادارې او پاکستان پلاوي د خبرو اترو لپاره چين ته سفر کړی دی. د جګړو زیاتوالی هممهاله له ډيپلوماتيکو هڅو سره داسې پوښتنې راپورته کړې دي چې ايا دغه خبرې اتري بريالۍ کېدای شي او ايا د طالبانو اداره د پولو د امنيت او د ملکي وګړو د خوندیتوب توان لري که نه.




