مهم خبرونهنړیوال
د چین د بهرنيو چارو وزارت د کابل او اسلاماباد تر منځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ ويلي، بېجينګ تمه لري چې افغانستان او پاکستان خپلې لانجې او اختلافونه د خبرو اترو او ديپلوماټيکو لارو هوار کړي. ماو نينګ نن د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې دا دواړه هېوادونه، چې د چين ګاونډيان دي، بايد د تاوتريخوالي د کمولو او د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. نوموړي د چين د تمو يا د شخړو د ډول په اړه نور جزيات ورنه کړل. چين چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستيو کلونو کې يې له سيمهييزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سياسي اړيکې پراخې کړې دي، تل د سيمې پر ثبات او امنيت ټينګار کړی دی. په تېرو کلونو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ وخت پر وخت تاوتريخوالي د سيمې پر امنيتي وضعيت او ګډو همکاريو اغېز کړی دی.




